د کویټ امیر شېخ نواف الاحمد الصباح د شپږ اتیا کلونو په عمر وفات شو.
د کویټ تلویزیون نن د دې خبر تر خپریدو مخکې عادي خپرونې ودرولې او د قرانکریم تلاوت یې خپور کړ.
امیر شېخ نواف د نومبر په وروستیو کې د یوې نامعلومې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شو، چې نن یې یاد روغتون کې ساه ورکړه.
د یادونې ده، چې نوموړی دوه کاله مخکې د مارچ په میاشت کې دی د یوې ناڅرګندې ناروغۍ له امله د امریکا متحد ایالتونو ته د درملنې لپاره تللی و.