ملګري ملتونه وایي، چې د افغانانو د کډوالۍ او بې ځایه کېدو ناورین ډېر لوی او دوامداره دی.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ارقامو له مخې ۸ میلیون او دوه لکه افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي چې پکې څه باندې درې میلیون داخلي بې ځایه شوي هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان او ایران د میلونونو افغان کډوالو کوربه دی خو اوس دغو دوو هېوادونو په تېره پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی.
هېره دې نه وي، چې تر اوسه لږ تر لږه ۴۸۰ زره افغان کډوال له نومبر راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته په جبري ډول شړل شوي دي.