د بلوچو یووالي کمېټې سبا په ټول بلوچستان کې کاربندیز اعلان کړی.
دوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان حکومت د دوی پر لاریون کوونکو تاریخي جبر کړی او دوی د خپلو مدني حقونو تر لاسه کولو لپآره کاربندیز کوي.
بلوڅان دا اقدام وروسته تر هغې کوي چې تېره شپه په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځيانو له لوري بلوڅ لاریون کوونکې ونیول شوې.
په همدې حال کې نن په ډېره غازي خان کې هم د عامو خلکو له لوري لویه لاړه تړل شوې وه.
د یادونې ده چې هلته له تېرو څو ورځو راهیسې د « بلوڅ نسل وژنې مخنیوي» لپاره لاریونونه پیل شوي وو، چې تېره ورځ اسلام اباد ته هم ورسېدل؛ خو د پوځیانو له ظالمانه چلند سره مخ شول.
اوس مهال هم د بلوڅو ګڼ لاریون کوونکي دپاکساني پوځیانو په جیل کې دي.