تېرو ۸ میاشتو کې بهر ته د ۱۴ میلیونه ډالرو جلغوزي صادر شوي

تېرو ۸ میاشتو کې بهر ته د ۱۴ میلیونه ډالرو جلغوزي صادر شوي


  • 4 مياشتي دمخه (23/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 263

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال تېرو ۸ میاشتو کې بهر ته د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي دي. 

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه جلغوزي چین، هند، پاکستان، محتده عربي اماراتو او امریکا ته صادر شوي دي.   

د خبر پاڼې له مخې، یاد وزارت هڅه کوي، چې د هوايي دهلېزونو او ځمکې له لارې د جلغوزیو د صادراتو برخه کې اسانتیاوې لا زیاتې کړي.

بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، چې افغانستان په کال کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جلغوزیو د صادرولو ظرفیت لري.

د یادې خونې مسوولینو دغه راز غوښتنه کړې، چې بهر ته باید د جلغوزیو صادراتو کچې زیاتېدو ته پاملرنه وشي. 

د یادونې ده، چې په وروستیو میاشتو کې بهر ته د بېلابېلو توکو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.