ټراټ: چمتو یم، چې افغان لوبډلې سره پاتې شم

ټراټ: چمتو یم، چې افغان لوبډلې سره پاتې شم


  • 9 مياشتي دمخه (23/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 360

افغان کرکټ ملي لوبډلي مشر روزونکی وايي چمتو يم چي له افغان لوبډلي سره د روزونکي په توګه قرارداد و غځوم.

جانتن ټروټ چي له افغان لوبډلي سره د تير کال له جولای میاشتي راهيسي د مشر روزونکي په توګه دنده پيل کړې، لوبډلي يې خورا مهمي لوبي ګټلي دي.

نوموړی وایي زه يقيني يم چي زه به دغه قراداد تمديد کړم، خو کوم څه چي زه غواړم هغه دادي چي زه ډاډ ترلاسه کړم د روزونکو ډله کي تغيرات هغه کسان دي، کوم چي زه يې غواړم.

افغان کرکټ بورډ له آسيا جام وروسته ويډيو اناليسټ له دندي لري او نړيوال جام وروسته فيلډينګ روزونکی رخصت کړ.

د ټروټ له دې خبرو داسي معلوميږي چي دې دوو کسانو په لري کولو کي د نوموړي نظر موجود وو او اوس په نوو ټاکنو کي هم نوموړی د خپل خوښي وړ کسان غواړي.

ټروټ ويلي د روزونکو په ډله کي ځيني تغيرات راغلي، موږ بايد ډاډ ترلاسه کړو چي د لوبډلي پر مخ بيولو لپاره سم روزونکي ولرو، موږ بايد دا ډاډ هم ترلاسه کړو چي موږ يو قدم مخکي ځو نه يو قدم شاته.

له قراداد غځولو وروسته به جانتن ټروټ راتلونکي شل اوريز نړيوال جام کي د افغان لوبډلي سره مشر روزونکي په توګه ملتيا وکړي.