اروپایي هېوادونو امنیتي تدابیر زیات کړې دي.
د جرمني، اتریش او هسپانیې پولیسو د کرسمس او نوي کال په درشل کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.
د اتریش د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له تُندلارو اسلامپالو ډلو سره د اړیکو په تور یې څلور کسان نیولي دي.
د جرمني بېلډ ورځپاڼې د راپور له مخې نیول شوي شکمن کسان تاجک اتباع دي چې احتمالاً یې د داعش خراسان څانګې لپاره د بریدونو پلان درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پراک په یوه پوهنتون کې یو بریدګر ۱۵ محصلین ووژل او شاوخوا ۲۰ تنه یې ټپیان کړل.