نن د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

نن د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو


  • 1 کال دمخه (25/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 422

نن (دوشنبه) د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګوزڼ (پولیو) ضد د واکسین کمپاین پیل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کمپاین به د ختیځ زون په ۴۲ ولسوالیو کې د اوو ورځو لپاره ترسره شي، چې په ترڅ کې به یې د پولیو د لوړ ګواښ له امله لس کلنو ماشومانو ته هم تطبیق شي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه فرعي کمپاین په لړ کې به ۸.۸ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدنې په افغانستان کې د پولیو خپرېدو خطر زیات کړی دی.   

د یادونې وړ ده، چې اوس‌مهال په افغانستان کې د پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت دي، چې ټولې یې په ختیځ ولایت ننګرهار کې دي.