بلوچستان کې له پاکستاني زندانونو ۱۵ افغانان ازاد شول

بلوچستان کې له پاکستاني زندانونو ۱۵ افغانان ازاد شول


  • 1 کال دمخه (25/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 391

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۱۵ افغان بندیان په پاکستان کې له بنده خوشې شوي دي. 

دغه بندیان بلوچستان کې د کوټې له زندانونو ازاد او تېره ورځ افغانستان ته رالېږدول شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان شوي وو، چې افغانستان ته له راستنېدو ‏سره سم، د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول.  

تر دې وړاندې د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي په ځلونو ویلي، چې په دغه ایالت کې به ټول بې اسناده افغان کډوال وباسي.  

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لاهم روانه ده او هره ورځ سلګونه کورنۍ په جبر را اېستل کېږي.