پر نوین، فاروقي او مجیب بندیزونه؛ اصلي قضیه څه ده؟

پر نوین، فاروقي او مجیب بندیزونه؛ اصلي قضیه څه ده؟


  • 10 مياشتي دمخه (26/12/2023)
  • جعفر هاند
  • 657

زه د افغانستان په کرکټ کې څو ځلې ډېر زیات خپه شوی یم. یو یې د نوین الحق، فضل حق او مجیب الرحمن قضیه ده. ډېر یې خپه کړی یم.

 

قضیه څه ده؟ ولې داسې وشول؟ ولې دا مسئله په خبرو حل نه شوه؟ ولې دا درې لوبغاړي؟ ولې تر دې ځایه را ورسېده؟ ولې بورډ داسې پرېکړه وکړه؟ دا پرېکړه بدلېدای شي؟ تاوانونه او زیانونه یې څه دي؟ د ستونزو حل څه دی. 

دا او ډېرې نورې پوښتنې مې په دې لیکنې کې ځواب کړې دي. 

په قضیې کې د دخېلو اکثریت اړخونو سره غږېدلی یم. خبرې یې راته شخصي (اف د ریکارډ) کړې، ځکه یې نومونه نه لیکم.

 

اصلي قضیه څه ده؟

د افغانستان کرکټ بورډ لوبغاړو ته د هغوی د لوبو او وړتیاو په اساس، الف، ب او ج قراردادونه ورکوي. په قرارداد کې د لوبغاړو حقوق،‌ وجایب او مسئولیتونه شامل وي او زرګونه ډالر معاش ورکول کېږي. په قرارداد کې د نورو خبرو تر څنګ یوه خبره ښکاره لیکل شوې، چې لوبغاړي به د افغانستان لپاره لوبو ته ځانونه رسوي، ان که په تجارتي لیګونو کې هم مصروف وي. دا کار شوی او دا کار به کېږي. تراوسه داسې کومه پېښه رسمي شوې نه ده چې کوم افغان لوبغاړی دې افغانستان ته د لوبو څخه انکار کړی وي او په لیګ کې دې په لوبو بوخت وي. 

نوین الحق مرید، فضل حق فاروقي او مجیب الرحمن ځدراڼ له کرکټ بورډ سره قرارداد لره او بورډ له هغوی څخه غوښتل چې د ۲۰۲۴ کال لپاره یې بیا لاسلیک کړي. البته، قرارداد د شپږو میاشتو لپاره وي او بیا تمدېد کېږي. د دغو دریو لوبغاړو په ګډون ځینې نور لوبغاړي هم وو او  شته چې نه یې غوښتل دا قرارداد لاسلیک کړي.هغوی بورډ ته ویل چې قرارداد ته ضرورت نشته، هر وخت چې د افغانستان لوبه وه، موږ به حاضر یو او کوم معاش چې موږ ته راکوی، هغه په داخلي کرکټ او نورو برخو کې ولګوی. خو بورډ تاکید کاوه چې قرارداد باید لاسلیک شي چې ټولې چارې رسمي مخې ته یوړل شي. دا قانون دی. طبعي خبره ده، چې د دواړو خواو ترمنځ رسمي قرارداد نه وي، یو بل ته مسئول او حساب ورکوونکي نه دي. هغوی قرارداد لاسلیک نه کړ او بورډ هم پرېکړه وکړه چې یو کال به ورته قرارداد او دوه کاله به په تجارتي لیګونو کې د لوبېدو لپاره د عدم اعتراض (NOC) سند نه ورکوي.

 

لوبغاړو ولې مرکزي قرارداد نه لاسلیک کاوه؟

د نوین، فضل او مجیب په اړه د کرکټ بورډ په پرېکړه لیک کې ویل شوي: «...د یادونې وړ ده چې د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد پر نه لاسلیک کولو د ټينګار لامل په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وو، چې د دوی شخصي ګټې تامینوي، او د افغانستان په استازیتوب لوبو څخه چې ملي مسوولیت او د ملي ګټو تامینونکی فعالیت بلل کېږي؛ د ځان اېستلو هڅه ده چې پر همدې بنسټ افغانستان کرکټ بورډ غوره وبلله، ترڅو د یادو لوبغاړو پر وړاندې دغه انضباطي پرېکړه وکړي.»

د پرېکړی متن هم تحلیل کوو، خو دلته د لوبغاړو خبرې را اخلم. 

یو لوبغاړي راته وویل: «کرکټ بورډ زموږ سره داسې تعامل کوې، لکه موږ یې چې غلامان یو. که تاسو ملي لوبغاړو ته ۱۲ میاشتې معاش ورنکړی، هغه به څه کوې؟ هغه به خپله کورنۍ څنګه چلوې؟ ښه چلند راسره نه کوې، معاش نه راکوې، چې لیګ کې لوبېږو راته وایي چې NOC نه درکوو، اوس تاسو ووایاست، د یو ملي‌ او نړیوال لوبغاړي په توګه زه څه وکړم؟ موږ ډېر لیګونه پرېښودل، لوبې مو ورسره نیمه کې پرېښودې، یوازې د دې لپاره چې د خپل هېواد لپاره ولوبېږو. ایا د یو هېواد د ملي لوبغاړي سره همداسې چلند باید وشي؟ دوی خو خپله پرېکړه اعلان کړه، خو کله چې لوبغاړي حقیقت څرګند کړي، بیا به خلک پوه شي چې اصلي خبره څه وه؟»

بل لوبغاړي وویل چې کرکټ بورډ ۱۲ میاشتې کېږي «تنخوا نه ده راکړې، د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام ټوله حق الزحمه یې ۱۲۰۰ ډالر راکړي دي. زه چې د وطن لپاره کرکټ کوم، هغه خو د وطن حق دی، مګر تجارتي لیګونه چې کوم، دا مې هم حق دی او له همدې لارې مې کورنۍ ته نفقه ګټم. چې ته راته معاش نه راکوې او زه تجارتي لیګونه ونه کړم، څه وکړم. اوس پښیمان یم چې ولې مې دا خبرې د کرکټ بورډ تر پرېکړې مخکې تاسو او نورو ته نه کولې. موږ نه غوښتل چې د افغانستان کرکټ بدنام شي. ما نه دي ویلي چې زه د افغانستان لپاره لوبې نه کوم، زه افغانستان دې حد ته رسولی یم، چې افغانستان نه وي، زه څوک یم، ما ویلي دي چې زه قرارداد نکوم خو د افغانستان لپاره لوبې کوم او لیګونو له لارې پایم. زه خو دا څوکاله کېږي لیګونو کې لوبېږم او هر وخت چې ضرورت و، خپل وطن ته مې لوبې کړې دي، مګر اوس ولې دوی داسې وکړ او که ما د افغانستان لپاره لوبې نه کولاې، ولې مې هغه وخت دا خبره نه کوله؟... » 

افغان کرکټ بورډ مني چې د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله ځینو لوبغاړو ته په وخت معاش رسېدلی نه دی، خو دا لویه ستونزه نه بولي.

 

ولې بورډ دومره جدي ‌او قاطعه پرېکړه وکړه؟ 

بورډ له شاوخوا یوې میاشتې راهېسې له لوبغاړو سره د قرارداد په سر بحثونه کول. البته دا مسئله تازه نه ده، مخکې هم ځینو لوبغاړو سره بحثونه شوي وو او بیا یې په خپلو کې سره ستونزه حل کړې او خبره د باندې وتلې نه وه. د کرکټ بورډ د ادارو ستونزه دا ده چې دوی له عادي مامورینو سره مخامخ نه دي، دوی له نړیوالو ستوریو سره مخامخ دي او د نړیوالو ستوریو مدیریت کول او ورسره افهام او تفهیم کول، ډېر مهارت غواړي، البته که قانون، لایحه او اصول وي او په ټولو یو ډول پلی شي، ستونزه نشه. دا اوس په نړیوال جام کې د لوبغاړو او بورډ ترمنځ د لوبو د حق الزحمې په سر شخړه روانه وه او تر دا څو اوونۍ مخکې پورې دا کېسه روانه وه، اوس خبر نه یم چې حل شوه که نه؟ 

د کرکټ بورډ یو مسئول راته وویل: «په خدای له زړه خپه یو. دا کار باید نه وای شوای، خو بله لاره مو نه لرله. موږ په داسې حالاتو کې له نورو هېوادونو سره لوبې کوو، یو لوبغاړی وايي زه دغو لوبو ته حاضر نه یم، بل وايي دا لوبې نه کوم،‌ لیګ کې مصروف یم او بل یې بل څه وايي. که دا کار ونه کړو، نو ولاړو ویسټ انډیز شوو...»

 

د پرېکړې متن او د ملي ګټې د اصطلاح حقوقي وزن؟

د رسمي سندونو او اعلامیو ځينې متنونه هر ډول تفسیر او تشریح کېدای شي، خو ځینې بیا داسې وي چې پیغام یې ښکاره وي او ډېر تفسیر او تشریح ته ضرورت نه لري. داسې ښکاري چې د بورډ د دغې پرېکړې په متن کې د ځینو اصطلاحګانو او عبارتونو‌ په کارولو کې مسلکي او حقوقي فکر او دقت نه دی شوی. د بېلګې په ډول، د پرېکړې په متن کې راغلي:«.... افغانستان کرکټ بورډ، د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو څخه د ډډې کولو په پایله کې چې د ادارې او ملي ګټو خلاف عمل دی....»

دا مسئله به اداري او د لوبغاړو د ډسپلین مسئله وي، مګر نه پوهېږم، ولې د «ملي ګټو خلاف عمل» وبلل شي؟ ملي ګټې څه دي؟ 

ایا د ملي ګټو یو داسې تعریف شته چې د ټولو اجماع پرې وي؟  ایا کرکټ بورډ د لوبو او اداري قانون په چوکاټ کې لوبغاړو ته ملي ګټې واضح کړي، تعریف کړي او تفهیم کړي؟ 

د دې خبرې دا تفسیر هم کېدای شي چې خدای ناخواسته دا درې لوبغاړي «ملي خاینان»‌ دي. زما په فکر چا چې دا پرېکړه کړې ده، په دې برخې کې یې له دې اصطلاح سره مسلکي چلند نه دی کړی. زموږ لوبغاړي ځوانان دي، خپل علایق، ګټي او نظرونه به ولري، خو د «ملي ګټو خلاف عمل» باندې د هغوی تورنول بې انصافي ده. ما په ټولنیزو رسنیو کې ولوستل چې یو شمېر خلکو لوبغاړو ته همدغه اصطلاح کارولې ده. له بده مرغه!

کرکټ بورډ همدا اصطلاح په اعلامیې کې بیا بیا تکرار کړې ده.  په قضیې کې دخېل یو لوبغاړي راته وویل: «دوی [کرکټ بورډ] موږ خاینان معرفي کړي یو. موږ چې ټول عمر د دې وطن لپاره خواري او زحمت وګاله، په خوږ ځان او بدن مو منډې ووهلې،‌ چې لوبې مو وبایللې، ټولو وښکنځلو ان زموږ مړو ته یې ښکنځلې وکړې، ښځې، خور، مور او ټول یې راته وښکنځل چې لوبې مو وګټلې، کرکټ بورډ امتیاز واخیست او اخره کې موږ خاینان شو. زه به د دې پوښتنه کوم، دوی موږ سره ظلم کړی...»

څو کاله مخکې د بنګله دېش کرکټ لوبغاړو هم له خپلې ادارې سره په معاش باندې ستونزه لرله، ګواښ یې کړی و چې یا به یې امتیازات زیاتوي او یا به دوی لوبې نه کوي، په هغوی تند انتقادونه وشول او خلکو بد یاد کړل، خو دا کار یې د «ملي ګټو خلاف عمل» ونه ګڼل شو. دا اداري او د ډسپلین مسائیل دي، او باید په اداري چوکاټ کې حل شي.

 

د پرېکړې په متن کې ویل شوي دي چې «افغانستان کرکټ بورډ غوره وبلله، ترڅو د یادو لوبغاړو پر وړاندې دغه انضباطي پرېکړه» وکړي. بیا هم وایم په متن کې د اصطلاحګانو په کارولو کې مسلکي برخود او دقت نه دی شوی. یو کس چې د «ملي ګټو خلاف عمل» باندې تورن شي او تورن وي، ایا د هغوی سزا «انضباطي» ده؟

 

په پرېکړې کې بله خبره د کمېټې مسئله ده. وايي دا پرېکړه یوې ټاکل شوې کمېټې کړې ده، خو د کمېټې د غړو نومونه نه دي څرګند، که یې نومونه څرګند شوي وای، شاید په قضیې کې نور اړخونه او علایق هم رادبره شوي وای. دلته بیا دا پوښتنه پیدا کېږي چې که لوبغاړو د «ملي ګټو خلاف عمل» کړی وي، د کمېټې جوړولو ته ضروت څه و؟ 

ښکاري کرکټ بورډ په خپل اساسي/اداري قانون کې دا ډول مسائیلو ته کومه ماده او لایحه نه لري، که یې لرلای، د هماغې لایحې مطابق پرېکړه به یې کړې وای، کمېټه به یې نه ټاکله. 

 

په پرېکړه کې ویل شوي دي‌ چې دغو لوبغاړو ته به قراردا نه ورکول کېږي، «خو که چېرې ادارې په لوبو کې د دوی شتون ته اړتیا ولیده نو غور به پرې کوي چې ایا د لوبې برخه وګرځول شي او که نه.» دا یوه هیله بخښونکې خبره ده، خو د پورتنیو اصطلاحګانو شدت ته په کتو، د پرېکړې په متن کې لوی تعارض ایجادوي او یوه برخه یې بله عمده برخه ردوي.

 

په متن کې همدغه راز ویل شوي‌ دي چې په تجارتي لیګونو کې به د لوبېدو لپاره لوبغاړو ته د عدم اعتراض سند هم نه ورکول کېږي. که ادارې وغواړي دا کار کولای شي، خو ما ته به دا جالبه وي که هند دغه افغان لوبغاړي وغواړي بیا به څه کېږي؟ افغانستان په اوسني وخت کې د سیمې د هېوادونو سره قوي روابطو ته ضرورت لري او دا روابط له دې لارې ښه ټېنګېدای شي. آی پي ال غټ لیګ دی.

 

د بورډ د اعلامیې په وروستۍ جملې کې بیا ویل شوي دي چې دا «پرېکړه ملي ګټو ته په پام سره کوي، ځکه د ادارې د اصولو او ټولو قوانینو پر بنسټ باید ملي ګټې لومړيتوب واوسي او شخصي ګټو پرې هېڅوک لومړیتوب ورنکړي.» 

له بده مرغه دلته بیا د «ملي ګټو» اصطلاح په دقیق او مسلکي ډول کارول شوې نه ده او یوه عمومي خبره اخیستل شوې او د لوبغاړو د اداري او ډسپلین په یوې قضیې کې په ناسم ډول کارول شوې او موضوع کږه کړل شوې ده. په متن کې د نورو خبرو ځای هم شته، خو دا یې عمده برخې وې، زما په فکر.

 

دا مسئله په خبرو حل کېدای شوه؟

د بورډ مسئولینو راته وویل چې ډېره هڅه یې وکړه چې لوبغاړي قانع شي چې قرارداد لاسلیک کړي، خو ونه توانېدل. د پرېکړې په متن کې راغلي: «فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او نوین الحق د برېښنالیکونو له لارې کرکټ بورډ ته خبر ورکړی، چې د راتلونکي زېږديز کال له پیل وروسته له مرکزي قرارداد څخه وځي او دغه راز باید د ملي لوبډلې په راتلونکو ټولو لوبلړیو کې له دوی سره مشوره وشي چې ایا په لوبو کې ګډون کوي او که نه...؟»

د بورډ یو مسئول راته وویل چې د ځینو لوبغاړو د خواهشاتو په اساس «یې له ځینو هېوادونو سره لوبې وځنډولې. موږ سره هند، سري لانکا او نور کله لوبې کوي او چې لوبې برابرې کړو، بیا یو وايي زه دې لیګ کې یم، دا لوبې وځنډوئ، بل وايي، زه نه شم کولای. موږ له اماراتو سره لوبې لرو له همدې کبله مو سکواډ اعلان نشو کړای، که مو د دوی نومونه اچول او دوی نه راتلل یوه لانجه او که یې لیګ پرېښوده بله خبره. یو په ایمیل کې لیکلي وو که زما نوم هم واچوي، نه درځم...»

له کومو لوبغاړو سره چې ما خبرې وکړې، د هغوی دلیل دا و چې دوی چورلټ انکار نه دی کړی چې قرارداد به نه لاسلیک کوې، بلکې له کرکټ بورډ څخه یې د ځینو لوبو لپاره د وخت بدلېدل غوښتل، هغه هم د امکان په صورت کې او هڅه یې کوله چې یو تفاهم ته ورسېږي او «موږ هېڅکله نه دي ویلي، چې موږ د افغانستان لپاره لوبې نه کوو. دا څه مانا؟ زه به ولې د خپل هېواد لپاره لوبه نه کوم، دوی موږ بدناموي، دوی لوبغاړي بدناموي...»

 

زه فکر کوم دا مسئله په خبرو حل کېدای شوه. دا اوس پاکستان بګ بش ته خپل ځینې لوبغاړي پرېښودل، خو ورته یې وویل چې له دغه تاریخ څخه نیولې تر دغه تاریخ پورې به لوبې کوی او له هغه وروسته به د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبو ته راستنېږئ. دا کار په تېر وخت کې هم شوی و او بیا یې هم امکان و، نه پوهېږم ولې خبره تر دې ځایه را ورسېده.

 

د دې پرېکړې ګټې او زیانونه څه دي؟

دا پرېکړه د افغانستان په کرکټ باندې په اوس او اینده کې خپلې منفي او مثتبې اغیزې لري. د اوس لپاره یې منفي اغیزې دا دي چې د لوبغاړو او اداري ترمنځ یوه شخړه پیدا او بې اعتباري زیاته شوه. په حیثیتي لحاظ دواړو خواو ته  زیان ورسېده او مینه وال هم په دوو برخو ووېشل شول. 

افغانستان اوس له اماراتو، هند او سري لانکا سره لوبې لري او بیا نړیوال جام ته ځي، په داسې یو وخت کې د شل اوریزو لوبو د داسې مهمو لوبغاړو کینول او ګوښه کول افغان کرکټ ته په لوی زیان تمامېږي. شاید ځینې ووایي چې د دې درې واړه لوبغاړو بدیلونه شته، زه هم وایم چې شته، خو هغوی باید د دوی په اندازه کرکټ وکړي او تجربې ترلاسه کړي چې افغانستان ته لوبې وګټي او لوبې وکړې. په اوسني وخت کې دا پرېکړه په افغان کرکټ باندې بد تاثیر کوي. 

دلته خبره د لوبغاړو د فکر او ذهن هم ده. لوبغاړي په دې قضیې کې په ذهني ډول هم څه ناڅه ګډوډ کېږي او ګډوډ شوي دي.

د مجیب غوندې توپ اچوونکی فکر نه کوم که افغانستان په اسانه پیدا کړای شي. همداسې فضل او نوین هم در واخلئ.

د اینده لپاره د افغان کرکټ او بورډ ته د دې پرېکړې ګټه دا ده،‌ چې لارې لږې څرګندې او معلومې شوې. بورډ یو جرات وکړ او ټولو لوبغاړو ته یې دا پیغام ورکړ چې اداره باید د هر ډول پرېکړو مرجعه وي، نه افراد. 

بورډ وښوده چې داسې جدي پرېکړې هم کولای شي. د بورډ یو هدف دا دی چې باید لوبغاړي تر ادارې قوي نه وي او داسې هڅه او فکر دې ونکړي چې لوبغاړي تر ادارې قوي دي.

 

دا پرېکړه بدلېدای شي؟ 

په افغانستان کې او په خاص ډول ورزشي‌ ادارو کې هر څه امکان لري.‌ څو کاله مخکې کرکټ بورډ پخوانی کپتان اصغر افغان د ډسپلین په یوې قضیې کې له لوبډلې لېرې او دوسیه یې ورته جوړه کړه، خو بله اداره راغله او هر څه یې په یوه شپه کې بدله کړه. د شاپور او ځینو نورو لوبغاړو قضیې هم شته چې بورډ خپلې پرېکړې نرمي او بدلې کړې.

د دې قضیې د حل ساده لاره دا ده چې لوبغاړي بېرته کرکټ بورډ ته رسمي ایمیلونه وکړي او خپلې خبرې بېرته واخلي. د قرارداد غوښتنه دې وکړي او قرارداد دې لاسلیک کړي. دا کوم سخت کار نه دی او د افغانستان لپاره یې باید وکړي. د هرې ستونزې حل شته.

دې برخې کې ځینې مخور لوبغاړي او په خاص ډول د شل اوریزو سیالیو کپتان راشد خان هم مهم رول لوبولای شي. کرکټ د افغانانو د هویت یوه برخه ګرځېدلې او باید د دغه ارزښت د ساتلو لپاره ټول اړخونه قربانۍ ورکړي. دا کار به لږ وخت غواړي، خو امکان لري. 

کرکټ بورډ ته هم بویه چې په دې برخه کې تواضع وښي.

د افغانستان د کرکټ ټول لوبغاړي مو اتلان دي او د دوی لاس ته راوړنې، کارنامې او افتخارات باید وساتل شي او وپالل شي او له استثنا پرته ټول لوبغاړي هم باید اصولو او قوانینو ته درناوی وکړي. له وطن سره د دوی په مینه شک نه لرو.

 

لیګونه او د ستونزو حل

افغان کرکټ بورډ باید د تجارتي لیګونو لپاره یو قانون جوړ کړي او په قانون کې تثبیت کړي چې یو افغان لوبغاړی په یو کال کې په څو لیګونو کې لوبې کولای شي. دا قانون به د ډېرو ستونزو مخه ونیسي. که قانون نه وي، ستونزې به هر وخت وي.

دویمه خبره دا چې کرکټ بورډ باید د ټولو لوبغاړو سره یو ډول چلند وکړي او په دې کې باید هېڅ استثنا نه وي. د ځینو لوبغاړو شکایت دا دی چې بورډ د لوبغاړو ترمنځ فرق کوي او دې کار هم د بورډ او لوبغاړو ترمنځ باور ته لوی زیان رسولی دی.

درېیمه خبره دا چې کرکټ بورډ باید د لوبغاړو معاشونه لوړ کړي. د معاشونو ترڅنګ ورته ځینې تشویقي او هڅوونکي پروګرامونه هم جوړ کړي. 

د بورډ یو مسئول راته وویل چې له ۲۰۲۴ کال وروسته به د لوبغاړو معاشونه هم لوړوي،‌ ځکه چې د دوی بودیجه زیاته شوې ده. دا کار به لوبغاړي تر یوې اندازې له لیګونو څخه را وګرځوي.

څلورم دا چې افغانستان باید یو لوی تجارتي لیګ پیل کړي. په افغان پریمیر لیګ باندې یې کار پیل کړی و، هغه یې ښه بدیل دی. له دې لارې به هم افغان لوبغاړي په خپل لیګ او لوبو بوخت شي، هم به معاشونه او امتیازات ترلاسه کړي،‌ هم به د افغانستان نوي استعدادونه وټوکېږي او هم به نورو لیګونو ته له ورتګ څخه منع شي.

پنځمه خبره دا چې د لوبغاړو معاشونه او امتیازات او د لوبو فیسونه هم باید په وخت ورکړل شي. ځکه کرکټ د دوی هر څه دی او دوی له همدې لارې پايي.

که دا کارونه وشي، بیا داسې ستونزې نه پیدا کېږي.

او مهمه خبره دا چې په حساسو پرېکړو کې باید شخصي،‌ سمتي، قومي او نور مسائیل دخېل نه وي او تر هر څه مخکې افغانستان لومړی او رب حاضر او ناظر وګټل شي.

چې افغانستان کرکټ کې دا پنځه شپږ کارونه ونه شي، دا  قضیې او ستونزې به هر وخت وي.

 

هیله لرم چې دا قضیه حل او زموږ دغه لوبغاړي بېرته د افغانستان کرکټ ته راوګرځي.

 

د افغانستان او افغان کرکټ د پرمختګ په هیله.