زابل کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبت شوي

زابل کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبت شوي


  • 9 مياشتي دمخه (27/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 314

په زابل کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د زابل د روغتیا ریاست د مسوولانو ویلي، چې د پولیو دا مثبتې پېښې د مرکز کلات ښار اړوند هوا شناسي او رسالو کلیو کې رامنځته شوي دي.

که څه هم د روغتیا وزارت لا رسماً د دې پېښو د تایید یا رد په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې تر دې په روان کال کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوي دي.

د یادونې ده، چې په هېواد کې د پولیو د نویو پېښو په اړه وروسته له هغه اندېښنې زیاتې شوې چې پاکستان لکونه افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل.