اوچا: د افغانستان نیمايي نفوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي

اوچا: د افغانستان نیمايي نفوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي


  • 1 کال دمخه (28/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 454

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا ویلي، چې اوسمهال د افغانستان نیمايي نفوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.  

د اوچا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. 

په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې ۱۷،۹ میلیونه خلک کیفیت لرونکي روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی نه لري. 

اوچا داسې مهال د افغانانو د بې وزلۍ خبره کوي، چې افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او ملګري ملتونه له افغانانو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.