ډبلیو ایف پي: پاکستان افغان کډوال تش لاس را شړي

ډبلیو ایف پي: پاکستان افغان کډوال تش لاس را شړي


  • 1 کال دمخه (28/12/2023)
  • وحیدالله ځدران
  • 515

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، له پاکستانه راستنېدونکو کسانو کې زرګونه هغه یې تش لاس هېواد ته را شړل شوي دي.

دغه سازمان پرون ورځ پر خپله ایکسپاڼه په دې اړه د هغه افغان ویډیویي خبرې خپرې کړي، چې پاکستان کې د کډوالۍ له ۱۴ کاله تېرولو وروسته اخراج شوی دی.

د دغه را شړل شوي کس نوم نه دی یاد شوی، خو په وینا یې توانېدلی چې یوازې دوه کمپلې له پاکستانه راوړي او اوس حیران دی چې څه وکړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، چې دا مهال شاوخوا ۸ میلیونه افغانان د کډوالۍ او په کور دننه د بې ځایه کېدنې شپې ورځې تېروي.

د یادونې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون بېلابېل بشري بنسټونه او افغان حکومت له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته مرستې رسوي، خو د کډوالو اړتیا ډېره او شوې مرستې ورته بسنه نه کوي.