ازبکستان: د ټراس افغان پروژې کارونه باید چټک شي

ازبکستان: د ټراس افغان پروژې کارونه باید چټک شي


  • 11 مياشتي دمخه (28/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 410

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر د افغان حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د ټرانس افغان پروژې د چارو د چټکتیا غوښتنه وکړه.

ازبکستاني رسنیو نن راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ټرانسپورټ وزیر الهام محکم اوف له حمیدالله اخوندزاده سره په تاشکند کې د افغانستان له لارې له پاکستان سره د ازبکستان د رېللارې د وصلېدو پر لارو چارو او نورو دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.

د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې افغانستان، ازبکستان او پاکستان له مزارشریف څخه د پاکستان تر پولې د رېللارې د جوړېدو موافقه وکړه، خو د جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته دا پروژه د څه مودې لپاره هېره شوه.

د یادونې ده، چې د سږ کال په دوبي کې افغان حکومت له پاکستان او ازبکستان سره د دې پروژې د پیلېدو په اړه له سره خبرې وکړې.