زهرا بلوچ: پاکستان لا هم افغانستان ته ژمن دی

زهرا بلوچ: پاکستان لا هم افغانستان ته ژمن دی


  • 9 مياشتي دمخه (29/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 447

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز ګوهر بلوچ وايي، د امن او سرحدي مسایلو په تړاو د افغان حکومت له چارواکو سره مذاکرو او تماسونو ته دوام ورکوي.

زهرا بلوچ پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هېواد یې تل غواړي افغانستان د سیمې په تجارت او انرژۍ کې ارتباطي سرچینه وي.

نوموړې ویلي پاکستان په دوامدار ډول د یوه سوه ییز، سوکاله، باثباته او متصل افغانستان لپاره خپل تمایل څرګند کړی. 

د هغې په وینا پاکستان لا هم له افغانستان سره ډیالوګ او مذاکرو ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په وروستیو کې څو- څو ځلې تور لګولی، چې پاکستاني طا لبان د افغانستان له خاورې په استفاده په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، هغه تور چې افغان حکومت رد کړی دی.