د ملي دفاع سرپرست وزیر وایي، امنیتي ځواکونو تر شلو زیات هغه پاکستاني وګړي وژلي او سلګونه نور یې نیولي، چې په بېلابېلو امنیتي پېښو کې یې لاس درلود.
مولوي محمد یعقوب مجاهد د تېرو ۱۲ میاشتو د امنیتي لاسته راوړنو په غونډه کې ویلي، چې په دې موده کې یې لسګونه هغه تاجکستاني وګړي هم وژلي او سلګونه نور یې نیولي، چې په بېلابېلو بریدونو کې ښکېل وو.
مجاهد زیاته کړې، چې له دغو بهرنیانو په جوماتونو، خانقاوو، علماوو او د ولسي وګړو په اجتماعاتو ترسره شویو بریدونو کې کار اخیستل شوی دی.
هغه د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې خپلې پولې دې په کلک ډول خوندي کړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې سرپرست حکومت د دوحې تړون ته ژمن دی او چاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د دفاع سرپرست وزیر دغه راز افغانستان کې وسله وال مقاومتونه هم خیالي او تر مجازي نړۍ محدود بللي او ټینګار یې کړی، چې هېواد کې د پښو اېښودو ځای نه لري.