پاپ فرانسس: نړۍ کې د جګړې دوام خواشینونکی دی

پاپ فرانسس: نړۍ کې د جګړې دوام خواشینونکی دی


  • 11 مياشتي دمخه (01/01/2024)
  • بصیره وزیري
  • 375

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ وینا کې په غزه، اسرائیل، اوکراین او سوډان کې د جګړې له کبله پر بشري مرګ‌ژوبلې خفګان څرګند کړ او وژل شویو ته یې دوعا وکړه.

پاپ پرون په واتیکان کې د خپلې وینا پر مهال د اسرائیلو او غزې، د روسیې او اوکراین او دغه راز سوډان او برما د جګړو یادونه وکړه.

هغه له هغو کسانو چې همدې جګړو کې ښکېل دي غوښتنه وکړه چې خپلو وجدانونو ته غوږ کېږدي او تاوتریخوالی بس کړي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اسراییلو پر غزې تړانګه عملیات سخت کړي او صدر اعظم یې بنیامین نتنیاهو ویلي، چې دغه جګړه به څو نورې میاشتې هم دوام وکړي.