حامد کرزی: ټول ګډونه حکومت او د نجونو زده کړې د افغانانو غوښتنه ده

حامد کرزی: ټول ګډونه حکومت او د نجونو زده کړې د افغانانو غوښتنه ده


  • 1 کال دمخه (01/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 527

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړول او د نجونو زده کړې د افغانانو غوښتنه ده. 

نوموړي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د 

طالب چارواکو ترمنځ د نجونو د زده کړو په اړه د نظر اختلاف شته او هیله من دی، چې دا ستونزه ژر حل شي. 

هغه یو وار بیا په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره د ملي خبرو اترو پر پیل ټینګار کړی دی.

د ښاغلي کرزي په خبره، که څه هم مرګ ژوبله کمه شوې ده؛ خو لا هم په هېواد کې تلپاتې سوله او ثبات نه دی راغلی.

د یادونې ده، چې حامد کرزي تر دې څو ځله وړاندې هم پر ملي ډیالوګ او د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستل کېدو ټینګار کړی دی.

خو سرپرست حکومت تل ویلي، چې حکومت یې ټول ګډونه دی او د یو مناسب چوکاټ له جوړېدو و روسته به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.