د سرپرست حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي د صادراتو پر وړاندې له ستونزو سره سره تېر ۲۰۲۳ کال کې صادرات دوه فیصده زیات شوي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد په خپله ایکسپاڼه د یوه ویډیويي کلیپ په خپرولو سره ویلي، چې تېر ۲۰۲۳ کال افغانستان یو میلیارد او نهه سوه میلیونو ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر کړي.
جواد زیاته کړې، چې پاکستان، ازبکستان او تاجکستان ته صادرات کم شوي، خو هند، چین او قزاقستان ته زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو پر سوداګریزو مالونو بندیزونه هم لګولي وو، چې تر ټولو لویه بېلګه یې د څو میاشتو لپاره د لږ تر لږه ۴۰۰۰ کانتینره اموالو ایسارول وو.