جاپاني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د سختې زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی.
اسوشیټیډ پرېس پرون خبري اژانس د سیمهییزو چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دغه کسان د ایشیکاوا په سیمه کې وژل شوي دي.
اوس مهال د ژغورنې ډلې د نړيدلو ودانیو لاندې د بندو خلکو پر را ايستلو لګیا دي.
د يادونې وړ ده چې د نوي کال په لومړۍ ورځ د جاپان په مرکز کې ایشیکاوا ولايت د رېښتر په کچه د ۷.۶ درجې زلزلې ولړزاوه.