برادر: افغانستان به ډېر ژر له چین سره ونښول شي

برادر: افغانستان به ډېر ژر له چین سره ونښول شي


  • 1 کال دمخه (03/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 430

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي، چې افغانستان به ډېر ژر له ګاونډي هېواد چین سره ونښلول شي.

هغه تېره ورځ کندهار ته په سفر کې زیاته کړې، چې د قوشتېپې کانال او له چين سره د بدخشان له لارې د افغانستان نښلول به د هېواد اقتصادي څرخ نور هم پياوړی کړي. 

د برادر په وينا، د بدخشان په واخان کې د افغانستان او چین د نښلولو په موخه پر سړک کار روان دی او په وینا یې، د رغونې چارو په بشپړېدو سره به یې دوه اړخیزه سوداګري پراخه او اسانتیاوې رامنځته شي. 

نوموړي همداشان ویلي، چې اوسمهال په هېواد کې پر ۵۰۰ لویو او کوچنیو پروژو کار روان دی.  

عبدالغني برادر هیله‌ څرګنده کړې، چې راتلونکی کال به کندهار ته د اوسپنې پټلۍ د غځولو او د ټاپي پروژې د نل‌لیکې د غځونې چارې هم پیل شي.