ځان جوړونې (personal development) او د هڅونې (motivation)، چې ډیری ملګري یې اروا پوهنه هم بولي، په اړه لوست توکو او ویډیوګانو په اړه له یوې مودې مخالف او موافق نظرونه وینم. ډیری ملګري هڅونې اړوند وینا والو (Motivational speakers) اوریدونکو باندې مسخرې کوي، بله خوا بیا د دغه کتابونو او ویډیو ګانو لوستونکي او لیدونکي خورا ډیر دي. پښتو ته ښايي د دې ژانر کتابونه تر بل هر یو ډیر ژباړل کیږي.
دا تمسخر او ملاتړ یوازې په افغانستان کې نه دی. په نورو ټولنو کې هم دا بحث شته دی. د دغه سبک لټریچر ملاتړي او مخالف د خپل دریځ لپاره پیاوړي دلایل لري.
دا لټریچر او لوست توکي ګټور دي که نه؟ د بحث پایله څه ده؟
فکر کوم د دې بحث پایله ترلاسه کول به آسانه نه وي. خو زه به درسره خپله تجربه شریکه کړم. ما د خپل مسلکي ژوند په لومړیو کلونو کې، 2004-2005 د براین ټریسي ډیر شمیر لیکنې چې ایمیل ته به راتلې لوستې دي. دغه لیکنو زما د مسلکي او شخصي وړتیاوو په جوړونه کې ډیر اغیز درلودلی دی. هغه لیکنو ماته د مثبت لید د درلودو وړتیا راکړه، د شکایت پر ځای په شته د شکر ویستو جذبه یې راته پیاوړې کړه او د تل لپاره د تکل لایق کړی یې یم. دا چې ځوان وم، مسلکي ژوند مې نوی پیل کړی وو، او د کاري ژوند لوړې ژورې، د بیلا بیلو طبعیتونو خلکو سره مې نوې مخه کیده، د دغه لیکنو په برکت وتوانیدم چې هر ډول حالاتو کې ثابت قدمه پاتې شم.
دې کې هم شک نشته چې دغه لټریچر سړی خوشباوره کوي. که څه هم زه نشه نه کوم، خو څه چې مې د نشې په اړه لوستي یا اوریدلي دي، نو د هغې په رڼا کې ویلی شم چې په موقت ډول سړی په هوا کوي خو لږ وخت چې تیر شي بیا سړی ګوري چې په ځمکه یم او هوايي کیدل هسې خوشې کیسه وه. سړي ته کاذب ډاډ ورکوي، او له ځمکنیو حقایقو یې لرې کوي. ښايي دا کیسې په ما هم شوې وي.
خو زما شخصي تجربه دا ده چې د ځان جوړونې، ځان هڅونې لټریچر خورا ګټور شی دی. خو دا هله کیدی شي چې لاندې دوه خبرې په نظر کې ونیول شي:
۱. د دغه ژانر ادبیات یوازې په لوستو د نشې په شان اغیز لرلی شي. خو که دغه ادبیات ولولئ، یا یې په اړه ویډیو ګانې وګورئ او بیا له هغو یو، دوه یا درې خبرې را واخلئ او دوامداره یې تمرین کړئ تر هغې چې ستاسې د ورځینو عادتونو برخه شي، دا نو بیا له دغه ادبیاتو تر ټولو ښه ګټه اخیستنه ده. د بیلګې په ډول، د موثره خلکو اووه عادتونه کتاب په یو وار لوستو ستاسې عادتونه نه بدلیږي، خو د اوو عادتونو څخه هر عادت تر هغې تمرین کول چې ستاسې د شخصیت برخه شي، بیا ورپسې بل خپلول او بیا ورپسې بل کولی شي ستاسې په شخصیت کې د موثره شخصیتونو خواص پیدا او پیاوړي کړي.
مونږ ډیری وخت، کتاب له سره تر پایه لولو، خبرې اورو او لږ ساعت لپاره په تخیل کې هر څه تمرینوو. خو موده وروسته مو یوازې د کتاب کیسې یادې وي، عمل کې هیڅ هم نه لرو. همدا لامل دی چې پایله صفر وي.
۲. یوازې هڅیدنه، د شخصیتي/مسلکي خاصیتونو جوړونه په کاري ژوند کې د پرمختګ ضامن نه دی. تاسې باید هرو مرو په خپل مسلک کې ځانګړي و اوسئ، بیا چې ورسره د پرسنل ډویلمپنټ لټریچر خپل کړئ نو حتمي او ضروري ده چې بریالي شئ. که تاسې له مسلکي لحاظ نه پیاوړي نه یاست، یوازې مثبت لید او حالاتو سره د مقابلې ځواک تاسې بریا ته نه شي رسولی. هو، دغه ادبیات کولی شي چې تاسې ته داسې عادتونه در په برخه کړي چې له برکته یې خپل مسلکي ژوند ته ډیر پام وکړئ او د لا پیاوړي کیدو هلې ځلې وکړئ، خو عمل بیا هم د هڅیدنې سره اړین دی.
زه چې وینم، ډیری دوستان یوازې لټریچر لولي، د دې په مرسته په ځان کې بدلون ته کار نه کوي. بل اړخ یې دا دی چې د مسلکي زدکړو ځای په مکمل ډول همدا د ځان جوړونې ادبیاتو نیولی او دا خبره غیر مستقیم ښوونکې نښې (proxy indicator) داسې ثابتوي چې په ټولنه کې د علمي کتابونو په پرتله په عامه اصطلاح د اروا پوهنې ادبیات ډیر بازار لري.
که خبره را خلاصه کړم، د اروا پوهنې ادبیات تر هغه وخت اغیزناک دي چې تاسې ورڅخه زدکړه عملي کړئ، اما دا مو د زدکړې یوازینی ادرس نه وي او ورسره خپلې مسلکي زدکړې هم روانې وساتئ.