د خوړو نړیوال پرواګرام: میلیونونه افغانان د خوراک لپاره څه نه لري

د خوړو نړیوال پرواګرام: میلیونونه افغانان د خوراک لپاره څه نه لري


  • 1 کال دمخه (05/01/2024)
  • بصیره میاخیل
  • 362

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو‌ایف‌پي' وایي، په افغانستان کې هره ورځ میلیونونه بې‌وزله کسان د خوړو لپاره هېڅ نه لري.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون پر خپله ایکس پاڼه د هغې کورنۍ وضعیت بیان کړی، چې په ژمی کې د یو من لرګیو د اخیستو توان نه لري.

دغه سازمان او د ملګرو ملتونو نورو بېلابېلو ادارو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په ژمي کې د بې وزله افغانانو لاسنیوی وکړي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې اوس مهال ۲۹ اعشاریه دوه میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.