افغان کرکټ ملي لوبډلې د ابراهیم ځدران په لوبډل مشرۍ له هند سره د شل اوریزو لوبو لپاره د خپلې لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.
په دې نوملړ کې ۱۹ لوبغاړي ټاکل شوي، چې موخه یې راتلونکي نړیوال جام ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.
په نوملړ کې لوبډل مشر ابراهیم ځدران رحمن الله ګربز ، حضرت الله ځاځی، اکرام علیخېل ، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد، سلیم ساپی، ګلبدین نایب او راشدخان.
همدارنګه باید وویل شي که څه هم راشدخان د لوبډلې په نوملړ کې شتون لري، خو دا چې په دې وروستیو کې یې عملیات کړي، شاید د کومې لوبې په موخه د سیالۍ ډګر ته ښکته نه شي.
د دغو شل اوریزو سیالو لومړی لوبه د جنوري په ۱۱مه، دویمه یې په څوارلسمه او درېیمه یې بیا په اولسمه نېټه ترسره کېږي.
افغان لوبډلې دغو سیالیو ته د چمتووالي لپاره له متحده عربي اماراتو سره هم د درې شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ترسره کړه، چې دوه د یو پر وړاندې یې وګټله.