د پاسپورټ عمومي ریاست وایي، انلاین سربېره په افلاین بڼه یا په سپينو عریضو هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پیلوي.
د یاد ریاست، رییس عبدالکریم حسیب په یوې ویډیو کې ویلي، چې دغه لړۍ به سبا یعنې د چهارشنبې په ورځ پیل شي.
حسیب زیاته کړې، چې په انلاین بڼه کې ځینې ستونزې وې او هغو کسانو چې پاسپورټ ته یې اړتیا درلوده هغوی ته وار نهرسېد، نو ځکه یې په افلاین بڼه د پاسپورټ د وېش بهیر پیل کړ.
د نوموړي په خبره، دا بهیر به لومړی په کابل پیل شي او که چېرې پایله یې مثبته وه؛ نو په نورو ولایتونو کې یې به هم پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې هېوادوال لاهم د پاسپورت د وېش له پڅ بهیر څخه شکایت کوي او وایي، چې ترلاسه کولو ته یې اوږد انتظار باسي.