هېواد کې بهرنیو سیلانیانو ته ځانګړي هوټلونه جوړېږي

هېواد کې بهرنیو سیلانیانو ته ځانګړي هوټلونه جوړېږي


  • 1 کال دمخه (09/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 450

سرپرست حکومت د هیواد په ۶ ولایتونو کې د بهرنیو سیلانیانو لپاره ځانګړي هوټلونه جوړوي. 

دا خبره د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له اداري کارکوونکو سره په کتنه کې کړې ده. 

سرپرست وزیر همدا راز ډاډ ورکړی دی، چې په هرات کې به ټول هغه تاريخي ابدات هم ورغوي، چې د زلزلې له امله زيانمن شوي دي.   

هغه ټینګار کړی دی، چې حکومت له شته امکاناتو په ګټه اخیستنې سره د ولسونو ستونزو ته رسېدنه کوي. 

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د هوټلونو جوړولو خبره په داسې حال کې کوي، چې په دې ورستیو کې هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ زیات شوی دی.