اتونبایوا له کاظمي سره د کوکنارو پر بدیل کښت خبرې کړې

اتونبایوا له کاظمي سره د کوکنارو پر بدیل کښت خبرې کړې


  • 1 کال دمخه (09/01/2024)
  • بصیره میاخیل
  • 368

په کابل کې د ایران سفارت ځانګړي استازي او مشر حسن‌کاظمي قومي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې د کوکنارو بدیل کښت په اړه خبرې کړې.

کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دواړو لوري په دې لیدنه کې افغانستان کې د ګډو همکاریو په اړه غږېدلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې د ماین‌پاکۍ په برخه کې د ایران او ملګرو ملتونو د ګډې همکارۍ او ګڼو نورو مسائلو هم خبرې شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اسلامي امارت پر نړیوالو غږ کړی، چې له دوی سره دې د بدیل کښت په برخه کې مرسته وکړي.