د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلا بېلې پروژې منظورې شوې

د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلا بېلې پروژې منظورې شوې


  • 1 کال دمخه (09/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 421

‏د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد کمیسیون په نننۍ ناسته کې پر ۲۷ پروژو بحث شوی دی چې له ډلې یې د ۲۴ هغو تړونونه منظور شوي دي.

منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، عامې روغتیا، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍاړوند دي.

په منظور شویو پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توري بند د پاتې چارو بشپړولو، په کابل ښار کې د ځینو مهم سړکونو اساسي جوړونې، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسولو، د چټکو انټرنټي خدمتونو رسولو او نورې پروژې شاملې دي.