د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ایرالعربیه هوايي شرکت نن (چهارشنبې) د کابل نړۍوال هوايي ډګر ته خپلې الوتنې پېل کړې.
دغه هوايي شرکت به له دې وروسته په عادي ډول د کابل او شارجې ترمنځ په ورځ کې یوه الوتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې فلای دوبی هوايي شرکت هم کابل ته الوتنې پېل کړې دي.