کابل او یو شمېر ولایتونه یوې زورورې زلزلې ولړزول

کابل او یو شمېر ولایتونه یوې زورورې زلزلې ولړزول


  • 9 مياشتي دمخه (11/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 293

نن له غرمې وروسته په بدخشان ولایت کې یوه زوروره زلزله وشوه چې ټکانونه یې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې محسوس شول.

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې د مالوماتو پر اساس، د یادې زلزلې مرکز د بدخشان جرم ولسوالي ښوودل شوی، چې شدت یې د ریختر په کچه ۶.۴ درجې وو.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس، دا زلزله د ځمکې په ۲۰۶ کیلومتره ژور والي کې شوې ده.

د دغې زلزلې ټکانونه په کابل ښار او د هېواد په شمالي ختیځو او نورو ولایتونو کې محسوسو شوي.

لاهم د زلزلې له کبله د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

باید وویل شي، چې تر دې دوه ساعته وړاندې هم دغه ولسوالۍ د ریښتر په کچه د ۴،۱ درجې زلزلې ولړزوله.