د بهرنیو چارو سرپرست وزیر: افغانستان ته دې په جګړه کې د ښکېل هېواد په توګه نه کتل کېږي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر: افغانستان ته دې په جګړه کې د ښکېل هېواد په توګه نه کتل کېږي


  • 1 کال دمخه (12/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 455

بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د اضافي ځانګړو استازو ټاکلو ته هیڅ اړتیا نشته.

د یاد وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې ویلي، چې نور باید افغانستان ته په جګړه کې د ښکېل هېواد په توګه ونه کتل شي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان او چین پر دوو اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو او افغانستان سره د چین پر بشري مرستو خبرې کړې دي.

د چین سفیر ویلي چې  چین د بهرني سیاست د اصولو په رڼا کې غواړي‌ افغانستان سره داسې اوږدمهاله ملګرتیا ته دوام ورکړي چې پکې د دواړه اړخونو ګتې تضمین شوي وي. 

ژاو شینګ زیاته کړې چې د نړۍ ګډ راتلونکي لپاره مهمه ده داسې څو اړخیز نړیوال نظم رامنځ ته شي چې واړه او لوی هیوادونه ټول پکې په مساوي ډول خپلې ګټې وساتلای شي.

په دې ناسته کې ژاو شینګ هیواد ته د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د خپل حکومت له اړخه ۱۰۰ میلیونه یوان مرستې ژمنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د چین  ولسي جمهوریت د دولتي ادارې( CIDCA) د نړیوالو همکاریو د څانګې مرستیال   لې مینګ په  چین کې د اسلامي امارت له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو په برخه کې هم مرستې ته چمتو دی.