بربر يا امازیغ څوک دي؟

بربر يا امازیغ څوک دي؟


  • 6 مياشتي دمخه (14/01/2024)
  • نعیم جان
  • 633

راځئ د پښتنو په څير  یو لرغونی قوم أمازیغ در وپيژنم..!امازیغ ته بربر قوم هم وایي، یو ‌‌‌‌‌‌ډير لوی او تاریخي قوم دی، خو لکه د پښتنو، کردانو، بلوڅانو اونورو لرغونو قومونو په څير دوی هم شیندل شوي او په ګڼو هیوادونو کې د اقلیت په توګه اوسیږي.

امازیغ  دشمالي افریقا په پراخه سیمه کې شتون لري، لودیځ نه د مراکش هیواد، جزایر، تونس، لیبیا، مصر او د مدېترانې جنوب ته مالي، بروکینا فاسو، نیجر، مورتانیا هیوادونو کې اوسیږي،  داسې میلیونونه امازیغ یا بر بر په اوروپایي هیوادونو کې هم اوسیږي. د امازیغایانو کره شمیر نه دی مالوم، خو دا چې په دومره پراخه سیمه اباد دي، او د تاریخ د ټولو دورونو نه را وتلي، دا مالومه وي چې شمیر یې میلیونونو ته رسیږي.

له دې سره سره چې سلګونه کاله دا قوم په یادو او نورو ګڼو هیوادونو کې د اقلیت په توګه اوسیږي، تعلیم په عربې او نورو ژبو کوې، خو بیا هم یې خپله ژبه ژوندۍ ساتلې.

د امازیغیانو ژبې ته تمازیغت وایي، چې د افرو اسیایي ژبو د کورنۍ څخه ګڼل کیږي، امازیغي ژبه هم لکه د نړۍ نورې ژبې ګڼې لهجې لرې، چې د نطق په لحاظ یوه له بلې خورا مختلفه ده، خو د لیکدود او د ژبې د قواعدو په اساس یوه ژبه ده.

امازیغ خپل ځانګړی کلتور او دودونه لري، لباس، رسم او رواج یې لا هم مالوم دی.

خپل کال لري چې د میلادي کال د هرې جنورۍ په دیارلسم د دوی کال بدلیږي، سږکال امازیغیانو 2970 کال ولمانځه، لکہ عکسونو کې چې ښکاري، دوی نور امازیغي جیشنونه هم لري، چې د یادو هیوادونو نور خلک یې نه لمانځي.

أمازیغ له کوم ځای نه اصل اخلي یا د کوم ځای اصلي اوسیدونکي دي، دا مورخینو نه ده مالومه کړې یا لږ تر لږه په دې اړه په یوه رایه نه دي.

ویل کیږي امازیغ د یمن څخه شمالي افریقا ته کډه شوې، بل روایت وایي، امازیغ د مدیترانې سمندر د اوروپایې څن‌‌‌‌‌‌ډو نه شمالي افریقا ته راغلي.

که مورخین د دوی په اصلي ټاټوبي متفق نه دي، نو په دې ټول یوه خوله دي، چې امازیغ یا بربر د شمالي افریقا تر ټولو لرغوني استوګند دي، دلته تر دوی بل قوم پخوانی نه دی.

امازیغ غوڅ اکثریت مسلمانان دي، او د اندلوس يو ستر فاتح طارق بن زیاد هم امازیغی وو.

ستر اسلامي رحال، یا سیل بین، بن بطوطه هم امازیغی وو...

داسې  نور پوهان د دغه قوم نه دي.

لوی قوم دی، ښه تاریخ او ښه بډایه کلتور لري، شیندلي دي، خو بیا هم د ژوند نه برخمن دي. امن او سکون لري، تعلیم او صحت کې هم ښه دي.