د یو انسان زړه بل ته لګول؛ ایا احساس ورسره بدلیږي؟

د یو انسان زړه بل ته لګول؛ ایا احساس ورسره بدلیږي؟


  • 6 مياشتي دمخه (14/01/2024)
  • ډاکټر امان شمس
  • 598

بې مغزو زموږ او ستاسو وجود تش کالبد ده. په نړۍ کې د يو مړ شوي انسان زړه بل ته لګېدل يا پيوند کول يو عامه طبي درملنه ده. خو هر کله چې د يو انسان زړه بل ته و لګول شي د هغه په احساساتو کې هېڅ تغير نه راځي ځکه د انسان د احساساتو منبع ماغزه دي. زموږ اوستاسو ماغزو نه يوازي موږ ته هر څه راکړي بلکې دې دنيا ته يې هم رنګ، ژغ، خوند، بوی، کلکوالی، نرمښت او بل هر څه چې تاسو تجربه کوئ ورکړي دي، که نه نو پدې دنيا کې له مادې او انرژي ور اخوا بل هېڅ نشته. مثلاً ژغ د انرژي پواسطه د هوا اهتزاز ده چې زموږ او ستاسو غوږونه يې په برقي جريان بدلوي او زموږ ماغزه بيا همدغه برقي جريان په ژغ بدلوي که نه نو پدې دنيا کې چوپه چوپتيا او ارامه ارامي ده.