مولوي کبیر: داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې

مولوي کبیر: داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې


  • 11 مياشتي دمخه (14/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 465

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې داعش او نورې ډلې په افغانستان کې د دوی له لوري سختې ځپل شوې دي او ماتې یې خوړلې ده.

نوموړي د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د علماوو او  قومي مشرانو ونډې په اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي، هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د مولوي کبیر په خبره، اسلامي امارت د خپلواک بهرني سیاست او خپلواکو پرېکړو خاوند دی او هیچاته په خپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

هغه دغه راز ویلي، چې د اسلامي امارت ټولې دروازې د خلکو پر مخ پرانیستي او ټول خلک کولای شي، چې خپلې ستونزې له هر ډول ویرې پرته له مسوولینو سره شریکې کړي.

مولوي کبیر په داسې حال کې د داعش ډلې د ماتې خبره کوي، چې څو ورځې وړاندې هم د کابل په دشت برچي کې د شوې چاودنې مسوولیت یادې ډلې منلی و.