د بلوچستان ازادي غوښتونکو د یاد ایالت په کیچ ولسوالي کې پنځه پاکستاني پوځیان وژلي دي.
یادې ډلې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستاني پوځيانو پر موټر یې د چاودنې له کبله پنځه پوځیان وژلي او د یو افسر په ګډون یې دوه نور سخت ټپیان کړي دي.
بل لورته د پاکستان پوځ هم د خپلو پوځیانو وژل کېدل منلي او ویلي یې دي، چې ځواکونه یې په سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیات کول، چې چاودنه پرې شوې ده.
د پاکستان د پوځ له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې عملیاتو کې د دوی ځواکونو هم درې وسله وال وژلي، خو دا یې نه ده روښانه کړې، چې د کومې ډلې غړي وو.
د یادونې ده، چې تېر کال د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په بیلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځ لسګونه بریدونه شوي، چې یوازې په پښتونخوا کې له پنځه سوه ډېر پاکستاني پوځيانو او پولیس وژل شوي دي.