ترکیې ۹۹ ناقانونه افغان کډوال نېولي

ترکیې ۹۹ ناقانونه افغان کډوال نېولي


  • 11 مياشتي دمخه (15/01/2024)
  • بصیره میاخیل
  • 450

ترکیې پرون ۹۹ ناقانونه افغان کډوال نېولي دي.

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه کسان د شنبې په ورځ د ترکیې په ارزانجان ښار کې نېول شوي دي.

دوی زیاته کړې، چې دغه افغان کډوال د ارزانجان ښار پر لویه لار د تالاشۍ پر مهال په یوه لارۍ کې موندل شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم ترکیې سلګونه افغان کډوال نېولي او بیرته یې افغانستان ته را استولي دي.