د بامیان د مرکز اړوند «زرګرانو» سیمه کې ۱۶ کلن ځوان ځان وژنه کړې ده.
د بامیانو امنیې قومنداني ویلي، چې د محمد په نامه دغه تنکي ځوان وړمه شپه په خپل کور کې ځان ځړولی.
د مسوولینو په وینا، د مړه شوي کس مړی روغتون ته وړل شوی او هلته معلومه شوې چې هغه پخپله ځان وژنه کړې ده.
تر اوسه د پېښې علت روښانه نه دی؛ خو د بامیانو امنیتي مسوولینو ویلي، چې په دې اړه د دوی پلټنې پیل شوې دي.