تر تورخم وروسته؛ پاکستان د خرلاڅې دروازه هم د ټرانزېټ پر مخ وتړله

تر تورخم وروسته؛ پاکستان د خرلاڅې دروازه هم د ټرانزېټ پر مخ وتړله


  • 11 مياشتي دمخه (15/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 358

د پاکستان حکومت له تېرې ورځې راهیسې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د خرلاڅې دروازه هم د ټرانزېټ پر مخ تړلې ده. 

د پکتیا ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې رئیس، حسیب الله ګردېزي وایي، چې پاکستانی لوری له موټر چلوونکو د پاسپورټ او وېزې غوښتنه کوي. 

 نوموړی زیاتوي، چې د دغې دروازې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته ګڼ موټر بند پاتې دي. 

پاکستاني لوري دوه ورځې وړاندې د تورخم دروازه هم د ترانزېټ پر مخ وتړله. 

د پاکستان حکومت تر دې مخکې هم له افغان موټر چلوونکو څخه د پاسپورټ او ویزو غوښتنه کړې وه، چې د تېر ۲۰۲۳ م کال د ډسمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه د څو ساعتونو لپاره وتړل شوه.