حامد کرزی: د تلپاتې سولې لپاره ملي خبرې اترې مهمې دي

حامد کرزی: د تلپاتې سولې لپاره ملي خبرې اترې مهمې دي


  • 1 کال دمخه (19/01/2024)
  • بصیره وزیري
  • 351

د هېواد پخواني جمهور رییس حامد کرزي یو وار بیا له اسلامي امارت غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
نوموړي تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې دا غوښتنه کړې ده.

کرزي په ورته مهال د تلپاتې سولې لپاره ملي خبرې اترې یوه اړتیا بللې او یو وار بیا یې پر ملي ډیالوګ ټینګار کړی.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې  په دې لیدنه کې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د وروستي راپور په اړه هم خبرې اترې کړي دي.

د یادونې ده، چې کرزي تر دې وړاندې هم ډېر ځله د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستل کېدو غوښتنه کړې، خو اسلامي امارت وايي، چې د یو ځانګړي چوکاټ له جوړېدو وروسته به ټولو ته د زدکړو زمینه برابره شي.