کاناډایي چارواکي وایي، د دغه هېواد په یورک ښار کې د موټرو یو لوی غل کابل ته تېښته کړې ده.
د دغه هېواد پولیسو ویلي، چې تېر کال په دې سیمه کې تر ۵ زرو زیات موټر ورک شوي دي.
د پولیسو په وینا، ۳۴ کلن منصور عبدل، چې په کاناډا کې د موټر د غلا یو له طراحانو څخه و، مخکې له دې، چې د پولیسو له لوري ونیول شي، کابل ته تښتېدلی دی.
د کاناډايي رسنیو د راپورونو له مخې، تېر میلادي کال په دغه هېواد کې د موټرو د غلا کچه د پام وړ زیاته وه.
د کاناډا پولیسو د موټر د غلا په تور د پنځو کسانو نومونه اعلان کړي دي.
منصور عبدل، ابو آیي، مودیبو بامبا، آمیل تامبوه ماتنده او آلا ملک مقداد هغه پنځه کسان دي، چې د موټرو پر غلا تورن شوي دي.
پولیسو د منصور عبدل د هویت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
بل لورته سرپرست حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.