د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په ترنیک کلي کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
سیمه ییزې سرچینې وایي، پېښه نن له غرمې مخکې د صالح په نوم د یوه کس په کور کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چاودنه د کانونو اسختراج کې د کارېدونکو توکو ګرمېدو له مله شوې ده.
د سرچینې په خبره، د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د کونړ ولایتي چارواکو هم پېښه تائید کړې او وایي، چې په اړه یې څېړنې روانې دي.
د یادونې ده، د چپې درې ولسوالي د ترنیک سیمه د نورستان واما ولسوالۍ ته څېرمه پرته ده، چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ډېر کانونه لري او خلک یې د کیندنې لپاره له چاودېدونکو توکو کار اخلي.