بدخشان کې د الوتکې سقوط؛ روسیې سیمې ته د څېړنو لپاره ټیم استولی

بدخشان کې د الوتکې سقوط؛ روسیې سیمې ته د څېړنو لپاره ټیم استولی


  • 3 مياشتي دمخه (21/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 202

روسیې په بدخشان کې د سقوط شوې الوتکې په اړه سیمې ته د څېړنو لپاره یو ټیم استولی دی. 

د روسیې حکومت ویلي، چې په دې اړه د سرپرست حکومت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د "فالکون۱۰" ماډل الوتکه د بدخشان په زېباک ولسوالي کې نسکوره شوې.

په یاده الوتکه کې شپږ کسه سپاره وو، چې ټول روسیي وګړي وو.

ویل کېږي، چې الوتکې له ټایلنډ څخه روسیې ته یو ناروغ لېږدوه؛ خو مسیر یې خطا کړی و.