اروپایي ټولنه: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

اروپایي ټولنه: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو


  • 8 مياشتي دمخه (22/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 408

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافایلا ایوډېس ویلي، چې اروپایي ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. 

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، نوموړې تېره ورځ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره په کتنه کې د افغانستان او اروپایي ټولنې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې او زېربناوو د رغولو په برخو کې د مرستو غوښتنه کړې.  

نوموړي همداشان له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو هم نیوکه کړې او دغه عمل یې د ټولو قوانینو پر خلاف بللی دی.

اروپایي ټولنه د سرپرست حکومت تر واکمنۍ وروسته افغانستان کې فعال حضور لري او وخت ناوخت بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.