کابلوف: د افغانستان په تړاو ناسته به د جنورۍ په وروستیو کې وشي

کابلوف: د افغانستان په تړاو ناسته به د جنورۍ په وروستیو کې وشي


  • 8 مياشتي دمخه (23/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 371

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې ښایي د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او پاکستان ګډه غونډه د جنوري په وروستیو کې وشي.  

کابلوف زیاته کړې، چې د دې غونډې اجنډا د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د یوه ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو او د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې پر سر خبرې دي.    

هغه ویلي، چې د ایران او پاکستان تر منځ وروستۍ نښتې به د دغې غونډې لپاره پر چمتووالي هېڅ اغېز و نه کړي.

خو نوموړي د دغې غونډې د کره نېټې او ځای په اړه څه نه دي ویلي.  

د یادونې ده چې روسیې تر دې وړاندې هم د افغانستان په هکله د سیمې هېوادونو ناستې ور بللي چې عمده غوښتنې په کې د ټولګډونه حکومت جوړول او له ترهګرۍ سره مبارزه وه.