مرتضوي: ایران له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی

مرتضوي: ایران له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی


  • 10 مياشتي دمخه (23/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 387

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د بامیانو له والي سره په لیدنه کې ویلي، چې ایران له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. 

نوموړي په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر لا ټینګښت ټینګار کړی دی.  

ایراني رسنیو د مرتضوي له قوله لیکلي، چې تهران له کابل سره د دوستانه اړیکو ټینګښت غواړي.  

د بامیانو والي ویلي، چې افغانستان د ټولو قومونو او مذهبونو ګډ کور دی او دلته قومي او مذهبي تعصبونه نشته.