د کابل - جلال آباد د دویم سړک د جوړولو پروژه تایید شوه

د کابل - جلال آباد د دویم سړک د جوړولو پروژه تایید شوه


  • 9 مياشتي دمخه (23/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 292

اقتصادي کمېسیون په خپله نوبتي غونډه کې د حق‌العبور په بدل کې د کابل – جلال اباد د دویم سړک د جوړولو پروژه او د کابل ولایت په ختیځه سیمه کې د برېښنايي دروازو د کمپلېکس د جوړولو طرحه منظور او تایید کړه.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت پر اېکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برابر پر مشرۍ جوړه شوې غونډه کې  د حق‌العبور په بدل کې د جلال اباد د دویم سړک جوړولو پر پروژې، د مازادو او خوراکي غنمو د پېرلو پر تګلارو، د کابل ولایت په ختیځه سیمه کې د برېښنايي دروازو د کمپلېکس پر جوړولو او ځينو نورو موضوع‌ګانو بحث شوی دی.