ملګري ملتونه افغانستان کې د ښځو لپاره د لیک‌لوست زده‌کړې پروګرام پیلوي

ملګري ملتونه افغانستان کې د ښځو لپاره د لیک‌لوست زده‌کړې پروګرام پیلوي


  • 8 مياشتي دمخه (24/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 404

د ملګرو ملتونو د ښځو او د یاد سازمان د زده کړو، ساینس او کلتور ادارې د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ د افغانستان په سویل ختیځ او شمال کې د ښځو لپاره د لیک لوست زده کړې او مهارتونو لوړوالي پروګرام پیلوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغې یو کلنې پروژې ټول لګښت یو میلیون امریکایي ډالر دی او په خبره یې چې په لړ کې به یې ۳ زره او ۹۰۰ سواد لرونکو او نیمه سواد لرونکو ښځو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

د اعلامیې له مخې، ګډون کوونکو ته د لیک لوست زده کړو ترڅنګ د معیشیت پراختیا برخه کې هم اړینې زده کړې ورکول کېږي.

ملګري ملتونه یاد پروګرام داسې مهال پیلوي، چې افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې دي.