د بخښنې نړیوال سازمان د نجونو د زده کړو ملاتړ لپاره یو کمپاین پیل کړی

د بخښنې نړیوال سازمان د نجونو د زده کړو ملاتړ لپاره یو کمپاین پیل کړی


  • 11 مياشتي دمخه (24/01/2024)
  • بصیره میاخیل
  • 435

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د ملاتړ لپاره یو کمپاین پیل کړی دی.

دغه سازمان ویلي، په داسې حال کې چې د جنوري ۲۴مه د پوهنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ خو افغان نجونې له ټولو اساسي حقونو څخه بې برخې دي.

یاد سازمان د نجونو د زده‌کړو په ملاتړ یو انلاین غوښتنلیک پیل کړی او په ټوله نړۍ کې یې د پوهنې له ملاتړو او خپلو لیدونکو څخه غوښتي، چې دا غوښتنلیک لاسلیک کړي او د نجونو د زده کړو د ملاتړ کمپاین پراخ کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا څرګندونې داسې حال کې کوي، چې اسلامي امارت تل ویلي د نجونو په زده کړو لګېدلي بندیزونه لنډ مهالي دي؛ خو له څه باندې دوه کالو تېرېدو وروسته لا هم د دوی پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلې دي.