کابل کې د اروپایي ټولنې مشره: له سرپرست حکومت سره تعامل مهم دی

کابل کې د اروپایي ټولنې مشره: له سرپرست حکومت سره تعامل مهم دی


  • 9 مياشتي دمخه (24/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 361

سرپرست حکومت او اورپايي ټولنې له یو بل سره تعامل اړین بللی دی.

د یادې ټولې مشرې رافایلا ایودیس د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي سره په لیدنه کې دغه راز د همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان سره په روان زیږدیز کالکې د مرستو په ادامه، له پاکستان او ورته نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو په جبري اخراج، د هرات ولایت زلزله ځپلو سره په مرستو او په یو لړ نورو سیاسي او بشري موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

دواړه لوري په داسې حال د تعامل خبره کوي چې سرپرست حکومت تل له نورو هېوادونو سره د غوړه اړیکو پر دوام ټینګار کړی.