د زده‌کړو نړیواله ورځ - سوله او افغان نجونې

د زده‌کړو نړیواله ورځ - سوله او افغان نجونې


  • 11 مياشتي دمخه (24/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 580

24 جنوري له 2019 کال نه رادیخوا د ملګرو ملتونو لخوا د زدکړو نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. ملګري ملتونه هر کال لپاره یوه موضوع ټاکي یا په بل عبارت دا ورځ د زدکړو د ژوند په بیلا بیلو برخو اغیز باندې ټینګار ته ځانګړې کوي. د سږ کال موضوع د پایداره سولې لپاره زدکړې موضوع ټاکل شوې ده. د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ چې هر کال د سولې نړیواله درجه بندي هم خپروي وايي چې د زدکړو او سولې ترمنځ مخامخ او ډیره پیاوړې اړیکه ده. د دغه انسټیټیوټ څیړنې ښيي چې هغه هیوادنه چې پکې د ثانوي زدکړو کچه تر ۹۹ سلنه ده، هلته سوله ډیره ټینګه ده او دغه هیوادونه د سولې نړیوال جدول کې په غوره دریځ کې دي. بله خوا هغه هیوادونه چې د سولې په جدول کې په لاندې دریځ کې دي یا سوله پکې ټینګه او پیاوړې نه ده، هلته د د ثانوي زدکړو کچه 52سلنه ده. 

 

افغانستان په شان هیوادونه چې له لسیزو له ناټیکاو، بې امنیتۍ او مثبتې سولې نه شته والي له کبله کړیږي، له بل هر هیواد زدکړو ته ډیره اړتیا لري تر څو ناټیکاو په ټیکاو، منفي سوله په مثبته او پایداره سوله واوړي. خو بله خوا، له بده مرغه، هماغه څه، ثانوي زدکړې، چې د مثبتې سولې د ټینګښت کې رول لوبولی شي زمونږ د هیواد په نیمې برخې باندې له دوه کالو ډیره موده کیږي بندې دي. په بل عبارت، د سولې د ټینګښت، پایداره او مثبتې سولې د غځونې مهم عنصر له ټولنې محوه شوی او ویستل شوی دی. 

 

هر سوله پال، پرمختګ پال او زدکړې پال له دې حالت کړیږي! کاش هغه چې ځان مسولین یادوي په افغانستان کې د سولې، ټیکاو، امنیت او پرمختګ په خاطر د موضوع حساسیت درک کړي!