مولوي کبیر: د مخابراتي شبکو بیو ته جدي پام په کار دی

مولوي کبیر: د مخابراتي شبکو بیو ته جدي پام په کار دی


  • 11 مياشتي دمخه (25/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 293

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې په هېواد کې د مخابراتي شبکو  بیې ته پاملرنه زیاته شي.

نوموړي تېره ورځ د اترا ادارې له رئیس مولوي سید برات شاه اغا او د امارتي شرکتونو د رهبري پلاوی له ریس مولوي احمد جان بلال سره په لیدنه کې ویلي، اترا اداره دې په لرو پروتو سیمو کې مخابراتي خدمتونو ته پام زیات، بیې راکمې او په هېواد کې د مخابراتي شبکو ترمنځ سالم رقابت ته پام وکړي.

مولوي عبدالکبیر دغه راز د امارتي شرکتونو د ادارې فعالول مهم وبلل او وې ویل، له دې سره به یوشمېر ځوانانو ته کارموندنه وشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې اوس مهال ګڼ شمېر خلک په کور دننه د مخابراتي شبکو د اړیکو او انټرنټي کڅوړو له ټیټ کیفیت او لوړ قیمت څخه شکایت کوي.